صفحه اصلی | اخبار جهان | کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / ميدان وردګ: سبا د دولسم ټولګيو له فارغانو څخه د کانکور ازموينه اخيستل کيږي ارشيف انځور ارشيف انځور ميدان وردګ: سبا د دولسم ټولګيو له فارغانو څخه د کانکور ازموينه اخيستل کيږي

کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / ميدان وردګ: سبا د دولسم ټولګيو له فارغانو څخه د کانکور ازموينه اخيستل کيږي ارشيف انځور ارشيف انځور ميدان وردګ: سبا د دولسم ټولګيو له فارغانو څخه د کانکور ازموينه اخيستل کيږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په ميدان وردګ ولايت کې د د ولسم ټولګيو له فارغانو څخه د مرغومي په «۲۳مه» د کانکور ازموينه اخيستل کيږي چې په ازموينه کې د ګډون کارتونه نن توزيع کيږي. د ميدان ودرګ د پوهنې رياست وايي چې د دې ولايت د دولسم ټولګيو د کانکورازموينه به په شفافه توګه ترسره شي او ټول هغه زده کوونکي چې د ازموينې له پاره يې نوم ليکنه کړې وي، کولای شي چې نن«دمرغومي ۲۲مه» د ازموينې د ګډون له پاره کارتونه د ميدان ورګ له دارالمعلمين څخه ترلاسه کړي.

تېره ورځ د ميدان وردګو د پوهنې او پوهنتون رييسانو په دې اړه په جوړه شوې ناسته کې وويل چې سږکال به د کانکور ازموينه په شفافه توګه ترسره شي او په دې اړه يې لازم تدابير او لارې چارې په پام کې نيولي دي.

د پوهنې رياست پلاوي ويلي و چې د ازموينې د شفافيت له پاره يې پلان جوړ کړی او له مخې به یې د ازموینې هېڅ ګډون وال د ازموينې صحنې ته ګرځنده تيلفونونه او نور بريښنايي توکي نه شي داخلولی.

دوی وايي چې د ازموينې پر مهال که له چا سره مبايل تليفون ترلاسه شو، پرچه ترې اخيستل کيږي او له ازموينې څخه ويستل کيږي.

د ميدان ودرګو والي حيات الله حيات هم وايي چې په ازموينه کې به شفافيت په پام کې ونيول شي او حق به حق دار ته وسپارل شي.

د يادونې وړ ده چې د کلونو کلونو خواريو له ګاللو سره بیا هم ډيری د ۱۲ ټولګيو فارغان په کانکور کې د ازموينې د نه شفافيت له امله له لوړو زده کړو پاتې شي چې ډېری ځوانان يې د لوړو زده کړو له مينې څخه زړه توري کړي دي.

د ۱۲ ټولګيو فارغان وايي چې که چېرې رشوت او واسطه په پام کې ونه نيول شي او هر هغه څوک چې استعداد لري د کانکور په ازموينه کې بريالي شي د هغو نورو په نسبت ډېر د هېواد په ګټه تماميدلی شي.

افغانستان کې هر کال نږدې دوه سوه پنځوس زره د ۱۲ ټولګيو فارغان د کانکور په ازموينو کې ګډون کوي چې د هغوی له جملې څخه يې يوازې د ۱۲۰ زرو په شاوخوا کې دولتي پوهنتونونو ته د برياليتوب چانس ترلاسه کوي.

 

بايد وويل شي چې په افغانستان کې د دولتي پوهنتونونو کمښت او د خلکو اقتصادي ستونزې هغه څه دي چې له امله يې ډيری د دولسم ټولګيو زده کوونکي له لوړو زده کړو بې برخې کيږي چې دولت لاهم په دې نه دی توانېدلی چې دغه بې سرنوشته ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي.

Subscribe to comments feed نظرات (0 نوشته شد):

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید comment

  • Bold
  • Italic
  • Underline
  • Quote

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

  • email ارسال به دوستان
  • print نسخه چاپی
  • Plain text نسخه ساده
برچسب
برچسبی برای این خبر وجود ندارد
ارزیابی این خبر
0